د کور او ښار جوړولو وزارت استازو د شیخ زاید ښارګوټي له اوسیدونکو سره ولیدل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۸:۵۵
picture

‍۴۴۴/۰۴/۲‍۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د عوایدو رئیس مولوي ذاکرالله د کابل په قصبه کې د شیخ زاید (امارات) ښار ګوټي  د وکیلانو سره د اقساطو د  ور کړې په څرنګوالي خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د دې ښار ګوټي اوسیدونکو د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې، دوی زیاته کړه چې دوی د ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او د ا.ا.ا  دې دوی سره د اقساطو په ور کړه کې همکاري وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د عوایدو رئیس مولوي ذاکرالله د اپارتمانونو د اقساطو په ور کړې ټینګار وکړ، زیاته یې کړه چې د ا.ا.ا او د کور او ښار جوړولو وزارت د خلکو ستونزې درک کوي نوموړي زیاته کړه چې مشرانو د تخفیف په اړه هره پریکړه وکړه، لازمي به اجرات کیږي.

مولوي ذاکرالله د دې ښار ګوټي اوسیدونکو ته وویل چې د تیرو اوو کلونو را پدیخوا چې کوم اقساط نه دي تحویل شوي باید تحویل یې  کړي.

د شیخ زاید (امارات) ښار ګوټی په (۲۶۵) جریبه ځمکه کې جوړ شوی، (۱۱۱) استوګنیز بلاکونه لري (۵) منزله (۳۳۳۰) اپارتمانونه  دوه، درې او څلور اطاقه لري.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت