د میدان ښار په ښارګوټو کې د سرغړونو ارزونه وشوه
۱۴۴۴/۰۴/۱۳
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلینو هغه ښارګوټي بررسي کړل، چې په میدان ښار کې جوړ شوي دي.
په دغه لړ کې د کوچیانو ښارګوټی، د اداري اصلاحاتو ښارګوټی او د جنوب شرقي ښارګوټی و ارزول شول، چې ځینې سوداګریزې برخې یې، شنې ساحې، تم ځایونه او نور ټولګټي ځایونه یې غصب شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ښارګوټو کې د تخلفاتو، سرغړونو، خپل سریو او ټولو غیر قانوني کړنو مخنیوی کوي او د ښاري پلانونو پر پلې کېدا ټینګار او څارنه کوي.