د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د یوه سوداګریز مارکیټ د بنسټ ډبره کیښودل شوه
![تصویر](/sites/default/files/2022-11/whatsapp_image_2022-11-08_at_10.45.05_am.jpeg)
۱۴۴۴/۰۴/۱۳
دجوزجان ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د ۶۲میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوه سوداګریز مارکیت د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
یاد مارکیټ (۱۳۸) بابه دوکانونه لري چې (۱۵۰۰) متره مربع ځمکه کې د درې منزلو درلودلو سره په پاخه ډول د نهه میاشتو په جریان کې جوړیږي.
ددې مارکیټ سویل خوا د غلې دانې منډوي مصارف د دې ولسووالۍ د ښاروالۍ لخوا ورګړل شوي دي.
د جوزجان ولایت د کور او ښار حوړولو ریاست مسؤلینو په دې مراسمو کې وویل، چې په دې ولایت کې د خپل سرو او د ښاري پلان خلاف ودانیو مخنیوي به کوي.
همدارنګه خبر ور کړل شو چې له دې وروسته په مرکز او ولسوالیو کې ټولې ودانۍ چې رغول کیږي د کور او ښار حوړولو وزارت د پلان او نقشو مطابق به وي.
همدارنګه د اقچې ولسولۍ مسؤلینو وویل چې د ا.ا.ا په دې ولسوالۍ کې د نویو پروژو ترڅنګ نیمه کاره پروژې هم بشپړوي.
بلخوا بیا د اقچې ولسوالۍ اوسیدونکي د دې پروژې له شروع څخه خوښ او ملاتړ یې کوي او د نورو پروژو د تطبیق غوښتنه هم کوي.