د کاپیسا ولایت د ناګمان دښتې د معلمینو د ښار ګوټي غصب شوې ځمکې تثبیت شوې
۱۴۴۴/۳/۲
د کاپیسا ولایت د ښارجوړولو او ځمکو ریاست د دې ولایت مرکز پورې اړوند د ناګمان دښتې د معلمینو د ښار ګوټي غصب شوې ځمکې تثبیت کړي دي.
د دې موضوع لپاره یو هئت ټاکل شوی و، چې د څیړنو وروسته د دې ښار ګوټي غصب شوې ځمکې تثبیت شوي دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ښار ګوټو غصب شوې ځمکې را ګرځوي او غصب شو سیمو څخه مخنیوی کوي.
