په کابل ښار کې د سرحدونو وزارت (صدر مارکېټ) د ملکیت د بېرته ورستنولو په اړه د اسنادو او دلایلو ارزونه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۷ - ۱۵:۴۲
picture

02/21/1444 د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې د چارو ادارې د عمومي ریاست، مالیې، سرحدونو او قبایلو چارو، کورنیو چارو عدلیې، عامې روغتیا وزارتونو، او د لویې څارنوالۍ، کابل ښاروالۍ د استازو په شتون کې ناسته وشوه. د یادو وزارتونو او ادارو استازو د کابل ښار په لومړۍ ناحیه پل باغ عمومي سیمه کې د (صدر مارکېټ) ملکیت په حقوقي او مالي اړخونو بحثونه وکړل او په پای کې یې تصمیم ونیو چې د یادو وزارتونو او ادارو د استازو د موندنو او اسنادو پایلې دې په بشپړه او هر اړخیزه توګه د وروستۍ پرېکړې کولو په موخه د ریاسة الوزراء محترم عالي مقام ته واستول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت