د کابل د نوي ښار د ماسټر پلان ارزونه وشوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۱۵:۲۲
picture

02/02/1444

په هغه غونډه کې چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ او د وزارتونو، نهادونو او خپلواکو ادارو د استازو او د وزارت د کارپوهانو او انجنیرانو په ګډون جوړه شوې وه، د کابل نوي ښار د ماسټر پلان طرحه د اسلامي ټولنې او افغاني کلتور او عنعناتو د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره وارزول شوه.

د ښار جوړولواو ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د دې غونډې موخه د کابل د نوي ښار د ماسټر پلان د ارزونې په اړه د ا.ا.ا د کابینې د (۱۰) ګڼې پرېکړه لیک بشپړول یاد کړل.

نوموړي په همدې موخه له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې په تړاو یې خپل نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت انجنیرانو د کابل نوي ښار د ماسټر پلان تخنیکي موضوعاتو په اړه د وزارتونو او خپلواکو ادارو استازو ته معلومات ورکړل او د عامه اسانتیاوو د اصلاح وړاندیزونه یې په بېلا بېلو برخو کې وړاندې کړل.

د وزارتونو، خپلواکو ادارو او نهادونو استازو د کابل د نوي ښار د ماسټر پلان په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د متخصصینو او انجنیرانو له لوري یې د دغه ماسټر پلان له چمتو کولو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دغه ماسټر پلان د اسلامي معیارونو په نظر کې نیولو سره چمتو شوی دی.

د دې غونډې په پای کې د کابل د نوي ښار په ماسټر پلان کې د اسلامي ټولنې او افغاني کلتور معیارونه تایید شول او څرګنده شوه چې د اړوندو څانګو په مشوره دې مفصل پلانونه جوړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۸
Background image

له صیادو څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال ستره پروژه د ډیزاین په مرحله کې ده

۱۴۴۸/۴/۱۰

 د نوي کابل ښار د پراختیا او د ښار د راتلونکو اوبو اړتیاوو د تأمین په موخه، له صیادو اوبیزې سرچینې څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال ستره او حیاتي پروژه د نوي کابل ښار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د شنې ساحې د غیرقانوني ودانیو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست  اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د عامه پوهاوي له آمریت سره په همغږۍ د کابل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت