د اسد (۲۴) مه د خپلواکۍ ترلاسه کولو کلیزه مو مبارک شه!
دا هغه ورځ ده چې د شل کلنې مبارزې پایله افغانانو حس کړه او د افغانستان ا.ا زړورو مجاهدینو د قربانیو په ورکولو سره کابل فتح او د اشغالگرې امریکا، ناټو او د هغوی د ملگرو ټغر ورټول کړ. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت رهبري د افغانستان ا.ا مشرتابه، رئیس الوزرا، د هغه درې سره مرستیالانو، مجاهدینو او ټولو افغانانو ته مبارکي وایي. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت رهبري تاسې ته ډاډ درکوي چې د هېواد د ابادۍ او سمسورتیا برخه کې به خپلو هلو ځلو ته دوام او چټکتیا ورکوي. د اباد او سرلوړي افغانستان په هیله. د ښار جوړولو او ځمکو وزیر مولوي حمدالله نعماني