د خوست او پکتیکا د زلزله ځپلو لپاره د لنډ مهاله کورونو مفکوره یي طرحه وړاندې شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۵:۲۶
picture

۱۴۴۴/۰۱/۰۹

د مسکن چارو رییس محترم سید عثمان سادات او د املاک او اسکان محترم سرپرست احمد نوید افندي د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو لپاره د لنډ مهاله کورونو جوړولو مفکوره یي طرحه د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني ته وړاندې کړه.

د مسکن چارو ښاغلي رییس وویل، په دغه طرحه کې ټولنیز مسایل، د هېواداقتصادي او اقلیمي وضعیت او نورې برخې په پام کې نیول شوي چې په نسبتاً کم لګښت د زلزله ځپلو لپاره لنډ مهالي کورونه جوړ شي.

دواړو رییسانو د لنډ مهاله کورونو زیانونه او ګټې هم روښانه کړې او زیاته یې کړه چې د خلکو لپاره په کم لګښت د چټکې سرپناه برابرولو لپاره فلزي طرحه په اوس کې ګټوره ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني له دواړو د مننې ترڅنګ یادونه وکړه چې زلزله ځپلي بېړنیو او مثبت اغېزو مرستو ته اړتیا لري او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت باید دا چارې ترسره کړي.

محترم مولوي حمدالله نعماني زیاته کړه چې یاده طرحه به له مسؤلینو سره شریکه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت