په کابل کې د پنځم مکروریانو ستونزې واورېدل شوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۱۱:۴۲
kk

۱۴۴۴/۱/۵

د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د هغو خلکو ستونزې واورېدې چې په کابل کې د پنځم مکروریانو په تړاو یې در لودې.

راغلو کسانو شکایت وکړ چې د تېر حکومت په مهال یې د پنځم مکروریانو په پروژه کې د کورونو اخستلو په موخه ځينې قسطونه ورکړي، خو تر نن پورې د کورونو خاوندان نشول.

د ښار جوړولو او ځمکو محترم وزیر مولوي حمدالله نعماني د یادې ستونزې د حل په موخه یوه هر اړخیزه تخنیکي کمیټه ټاکلې تر څو په دغه برخه کې څېړنې وکړي او خپلې موندنې د وزارت مقام سره شریکې کړي.

دغه راز د دغې کمیټې د چارو چټکتیا په موخه د اغېزمنو مراجعینو څخه دوه کسان هم د یادې کیمټې په ترکیب کې ور اضافه شول.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅه کوي، چې په یو شمېر پروژو کې د تېر حکومت څخه را پاتې ستونزې په هر اړخیزه توګه وڅېړي او د حل په موخه یې پرېکنده اقدام وکړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

په میدان وردګ کې د پوهنتون د سړکونو او پلې لارو د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پوهنتون اړوند د سړکونو او پلې لارو د پروژې له روانو کارونو څخه لیدنه وکړه او د انجینري معیارونو پر دقیق تطبیق یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات له جامع جومات او د سپاچ پروژې له پیل څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۶

هرات کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت له جامع جومات څخه لیدنه وکړه.

ښاغلی انجنیر اکبري وایي، دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د  ۰۵کندک  عامه امنیت اړوند جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

1447/04/26

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګذره ولسوالۍ په ۰۵کندک  کې د جوړېدونکي جومات له ودانیزو چارو څارنه. . .

BACK TO NEWS