مالي اسناد دې پر وخت او شفافه توګه اجراء شي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۴ - ۱۴:۲۹
عکس

۱۴۴۳/۱۲/۲۶

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي ریاست د خپلو کړنو او فعالیتونو په تړاو د تیرې میاشتې کاري راپور د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي ته وړاندې کړ.

په دغه د ارزونې ناسته کې محترم مالي او اداري مرستیال د مالي ریاست اړوند چارې، عواید او د بودیجې لګښت ارزونه وکړه.

د مالي ریاست مسؤلینو د عادي او پراختیایي بودیجې، معاشونو اجراء کولو، عوایدو، لګښتونو او حوالو په اړه وضاحت ورکړ.

ښاغلي مالي رییس محمد عارف عبرت یادونه وکړه چې د اړتیا له مخې دې د دې وزارت پراختیایي بودیجه په عادي بودیجه تبدیله شي.

نوموړي زیاته کړه چې د وزارت اړوند حوالې او پولي اجرأت تر پخوا منظم او شفاف شوي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د مالي چارو د غوره پرمختګ او فعالیت په موخه د یاد ریاست مسؤلینو ته لازمې او ګټورې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، چې مالي اسناد دې پر وخت او شفافه توګه اجراء شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت