ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې د پلازمېنې د پراختیا زون تشکیل د ګمارنې پروسه بشپړه شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۳ - ۱۳:۵۴
taenat

۱۴۴۳/۱۱/۱۴

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي په مشرۍ د پلازمېنې د پراختیا زون مخکینۍ ادارې د ادغام کمېټې په دوامداره ناستو سره خپلې چارې پای ته ورسولې او د ادغام پروسه یې بشپړه کړه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي مالي او اداری مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د کمېټې غړو له هڅو او ریښتینولۍ مننه وکړه چې د اصولو سره سم یې د پلازمېنې د پراختیا زون تشکیل یې له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره یو ځای او پروسه یې بشپړه کړه.

نوموړي وویل، د ا.ا.ا له بیا حاکمیت وروسته د یو پیاوړي، جواب ویونکي او پرمختللي نظام جوړولو په موخه د امارت مشرتابه حکم وکړ، چې موازي ادارې دې لغوه او د تشکیلاتي پاړسوب څخه دې  مخنیوی وشي، چې دا دی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هم حکم عملي او په بریالۍ توګه یې وکولی شو چې د پلازمېنې د پراختیا زون ادارې تشکیل له ښار جوړولو او ځمکو  وزارت سره یو ځای کړي.

هغه زیاته کړه، له ادغام وروسته ګمارنې د بشري سرچینو ریاست د اصولو او د وړتیا په پام کې نیولو سره سرته رسېدلې او کارکوونکي نه دي زیانمن شوي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

په میدان وردګ کې د پوهنتون د سړکونو او پلې لارو د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پوهنتون اړوند د سړکونو او پلې لارو د پروژې له روانو کارونو څخه لیدنه وکړه او د انجینري معیارونو پر دقیق تطبیق یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات له جامع جومات او د سپاچ پروژې له پیل څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۶

هرات کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت له جامع جومات څخه لیدنه وکړه.

ښاغلی انجنیر اکبري وایي، دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د  ۰۵کندک  عامه امنیت اړوند جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

1447/04/26

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګذره ولسوالۍ په ۰۵کندک  کې د جوړېدونکي جومات له ودانیزو چارو څارنه. . .

BACK TO NEWS