د نوي کابل ښار د بېرته پیلولو په تړاو ګډې کمېټې خپله لوړنۍ ناسته وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۷ - ۱۲:۴۶
mjlv

۱۴۴۳/۱۰/۲۸

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي په مشرۍ د نوي کابل ښار د چارو د بېرته پیلولو په تړاو ګډې کمېټې په ناسته کې د وزارت مسؤلینو او د نوي کابل ښار پانګوالو او پراختیا ورکوونکو خپل لومړني نظریات سره شریک کړل.

د ګډې کمېټې په دغه لومړنۍ ناسته کې د نوي کابل ښار د چارو بیا فعالیت په موخه پر ستونزو او ننګونو خبرې وشوې او ټینګار وشو چې باید ژر تر ژره شته ستونزې او ننګونې ختمې او چارې په نورماله توګه پیل شي.

د ستونزو او ننګونو د ارزونې په موخه کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د نوي کابل ښار په تړاو به هر اړخیز حقوقي، تخنیکي، مالي او اقتصادي اړخونو تر دقیقې څېړنې لاندې نیسي، ستونزې او نیمګړتیاوې به په ګوته کوي او د حل لپاره به یې د کمېټې مشرتابه ته وړاندیزونه کوي.

د شار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د کمېټې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې د اصولو او مقرراتو سره سم دې خپلې څېړنې بشپړې کړي چې ولس، پانګوال او دولت زیانمن نه شي او چارې ژر تر ژره پیل شي.

نوموړي یادونه وکړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د لارښوونې سره سم باید هڅه وشي چې اسانتیاوې رامنځته شي او بې سرپناه خلک د سرپناه خاوند او ښار منظم شي.

د یادې په ناسته کې پرېکړه وشوه چې تر هر اړخیزې څېړنې او ارزونې وروسته به په روانه اوونۍ کې خپله دویمه ناسته کوي او د څېړنو موندنې به په دویمه ناسته کې بیانېږي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅې پیل کړي چې څنګه کېدای شي د نوي کابل ښار چارې ژر تر ژره پیل، خلکو ته خدمات وړاندې او د کار کولو زمینه برابره شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۱۲
Background image

راتلونکې اونۍ په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي چارې پیلېږي

۱۴۴۵/۱۲/۲۷

دایمي اوسېدو لپاره د ځمکو د وېش کمېټې خپله لسمه ناسته وکړه، چې په کې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو په تړاو په بېلا بېلو موضوعاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۹:۲۹
Background image

غزني ښار کې د څلویښت متره سړک د کربونو د رنګمالۍ له چارو ليدنه وشوه

۱۴۴۵/۱۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ابادۍ او پرمختګ لپاره پلانونه چمتو کوي او د تطبیق لپاره یې اړوندو ادارو ته سپاري.

دغه وزارت هڅې پیل کړي چې ټولې د ابادۍ چارې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۴:۲۰
Background image

د خاص ارزګان ولسوالۍ لپاره د اړتیا وړ ځایونو ډیزاین ترسره شو

۱۴۴۵/۱۲/۲۶

ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د همدې ولسوالۍ لپاره د. . .

BACK TO NEWS