ښار جوړولو او ځمکو وزارت پانګوالو ته د پانګونې په ځمکه ورکوي

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۵ - ۱۴:۱۹
xdgb

۱۴۴۳/۱۰/۲۶

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د چینا ټاون سوداګریز ښارګوټي لخوا په رامنځته شوي نندارتون مراسمو کې وویل، د سوداګریزو او صنعتي نندارتونونو برابرول د صنعت او پانګونې د ودې لپاره یو مهم ګام دی.

محترم مولوي حمدالله نعماني وویل، د چین هېواد لخوا په افغانستان کې پانګونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو، ښه ګاونډیتوب او ښې همکارۍ په معنا دي چې کولی شي د دواړو هېوادونو د وګړو ترمنځ حسنه روابط لا ټینګ کړي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، دوی په افغانستان کې د چین هېواد له پانګونې او پانګوالو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې بېلا بېلې اسانتیاوې ورته رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پلان مطابق په کافي اندازه ځمکه د صنعت کارانو او پانګوالو په خدمت کې ورکوي چې څنګه وکولی شي هم له ځمکې سالمه ګټه پورته شي او هم پانګوال ګټه واخلي.

هغه وویل، د روژې په مبارکه میاشت کې یې هم په کافي اندازه ځمکه چینایي پانګوالو ته په واک کې ورکړه چې وکولی شي تولیدي فابریکې جوړې کړي چې د نورو ګټو ترڅنګ به یې خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

ښاغلي سرپرست د خپلو خبرو په دوام وویل، له بېلا بېلو پانګوالو او صنعتکارانو سره یې د ځمکو د وېش برخه کې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي چې د ځینو یې عملي چارې روانې دي چې په وینا یې افغانستان خپلو خلکو ته اړتیا لري او باید خپله افغان ولس لاس په کار شي او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

چینا ټاون چې دمګړۍ د کابل په تایمني سیمه کې فعالیت لري، ډېر ژر به یې شاوخوا (۱۵۰) لویې او وړې فابریکې د کابل په ده سبز ختیځه برخه کې هم فعالیت پیل کړي چې د افغانستان بازار ته په کتو به بېلا بېل توکي تولیدوي او ټولو ولایتونو ته به انتقالېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۶
Background image

په کندهار ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ، د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ښار د ۱۵مې ناحیې له بېلابېلو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د الحافظ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۷
Background image

په ایبک ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۴۴۷/۱۱/۲۶

د سمنګان ولایت د ایبک ښار په بېلابېلو پلان لرونکو ساحو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه دتخنیکي ټیم له لوري ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۰
Background image

په ننګرهار کې د څو ښارګوټو تخنیکي چارې بشپړې او د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک شوی

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري استول شوو تخنیکي ټیمونو د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د یو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت