د ښار جوړولو او ځمکو وزارت دروازې د مراجعینو پر مخ پرانستې دي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۱۵:۳۴
dfbg

۱۴۴۳/۱۰/۱۷

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د ګڼ شمېر هغه هېوادوالو سره وکتل چې د بېلا بېلو چارو په موخه یاد وزارت ته راغلي وو.

ښاغلي مولوي حمد الله نعماني د یادو مراجعینو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل په موخه یې لازمې او ګټورې لارښوونې وکړې.

ښاغلي نعماني مراجعینو ته په خطاب کې وویل؛ وزارت د ټولو افغانانو پورې اړوند دی او تل یې دروازې د خلکو پر مخ پرانستې دي، چې د خپلو ستونزو د حل او چارو پرمختګ په موخه راشي.

نوموړي وویل، دی او د وزارت ټول کار کوونکي خپل ځانونه خلکو ته د خدماتو برخه مې مسؤل ګڼي او هڅې یې دا دي چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

ښاغلي وزیر مولوي حمدالله نعماني زیاته کړه؛ ورسپارل شوې دنده امتیاز نه، بلکې مسؤلیت ګڼي او هڅه به کوي چې په سمه توګه یې اداء کړي.

هغه له مراجعینو غوښتنه وکړه چې که څه هم د نوي حکومت په راتګ سره په افغانستان کې د فساد ریشې ختمې شوي، خو که بیا هم په کوم ځای کې یې څرک لېدل کېږي نو د وزارت رهبري ته دې خبر ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت