د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د لوګر ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۶ - ۱۴:۲۹
sffer

۱۴۴۳/۰۹/۲۵

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د دوی د ستونزو د حل لپاره یې هر اړخیز بحثونه وکړل.

په دغه لیدنه کې د لوګر ولایت قومي مشرانو د یاد ولایت په (ده مغلانو) کې د خپلو مالچرونو او ځمکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د وزارت له سرپرست یې غوښتنه وکړه چې د ستونزو د حل برخه کې ورسره بشپړه همکاري وکړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د یادو قومي مشرانو د خبرو او دلایلو اورېدو وروسته هغوی ته قناعت ورکوونکې خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې تر خپلې وسې به د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ژمن دی چې حق حقدار ته وسپاري او هېڅ لوری زیانمن نه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت