د ښار جوړولو او ځمکووزارت عواید دې په شفاف ډول راټول شي

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۱ - ۸:۲۷
incom

۱۴۴۳/۰۸/۲۸

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي د دغه وزارت د عوایدو ریاست مسؤلینو ورغوښتي وو او د عوایدو راټولېدو او سرچینو په تړاو یې ترې وپوښتل.

لومړی د عوایدو ریاست مسؤلینو ښاغلي مالي او اداري مرستیال ته خپل فعالیتونه، دندې او لاسته راوړنې تشریح کړې او بیا یې د عوایدو د سرچینو، د عوایدو د راټولېدو ډول او دا چې څنګه کولی شي عواید زیات کړي، بشپړ معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او ادارې مرستیال ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي وویل، چې د غیر مشروع عوایدو له راټولېدو دې مخنیوی وشي، د عوایدو راټولېدو پروسه دې لا شفافه شي، هڅه دې وشي چې د عوایدو کچه لوړه شي او هعغه فعالیتونه دې تر لاس لاندې ونیول شي چې له امله یې د وزارت عواید لوړېږي.

دغه راز ښاغلي مالي او اداري مرستیال زیاته کړه چې اړوند مسؤلین دې بې پروایي نه کوي، چارې دې نه ځنډوي او د ستونزو په مهال دې یو بل ته د همکارۍ لاس ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت