د کابل هوایي ډګر شمال لویدیځ لوري ته د سوداګریزو او رهایشي بلاکونو طرحه او ډیزاین بشپړ شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۹ - ۱۲:۴۱
image

۱۴۴۳/۰۸/۲۶

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بلاکونو او ودانیو د طرحو او ډیزاین چارو په دوام له تحول وروسته د کابل هوایي ډګر شمال لویدیځ لوري ته د سوداګریزو او رهایشي بلاکونو طرحه او ډیزاین بشپړ کړ.

د دغه بلاکونو طرحه او ډیزاین کې د مسکن معیارونه په پام کې نیول شوي او دغه راز د یادو بلاکونو طرحه د مرکزي باربري ریاست تصدۍ د تفصیلي پلان مطابق جوړه شوې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مسکن تخنیکي ریاست په دغه دوه بلاکونو کې ۶۴ اپارتمانونه طرحه کړي چې هر اپارتمان ۹پوړیز دی .

دغه راز هر اپارتمان درې او څلور خونې لري چې له ۶۰ متر مربع څخه تر ۱۵۰ متر مربع پورې مساحت کې ډیزاین شوي دي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۸
Background image

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې جوماتونو د جوړېدو چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۳/۲۲

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي انجینرانو ټیم د مرکز ښرنې په کچه د درې جوماتونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د څارنې پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۳۵
Background image

بلخ کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د کار کوونکو د ظرفیت لوړولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

۱۴۴۷/۰۳/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو چارو ریاست په نوښت د شمال زون (بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب او جوزجان) ولایتونو د کور او ښار جوړولو ریاستونو د کار کوونکو لپاره د ظرفیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۹:۵۲
Background image

جوزجان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنیز فعالیتونه ترسره شول

۱۴۴۷/۳/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په جوزجان ولایت کې، له تفصیلي پلان سره سم د(i). . .

BACK TO NEWS