د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي وزیر مولوي حمد الله نعماني له یو شمېر هېوادوالو سره وکتل او په بېلا بېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۴:۵۷
ملاقات

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني له بیلا بیلو ولایتونو څخه راغلو هېوادوالو سره وکتل، د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې یې واورېدې او په ځینو برخو کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
په راغلو کسانو کې یو شمېر یې غوښتنه وکړه چې د ځنګلونو او شتر مرغ روزنې فارمونو په موخه دې یوه اندازه ځمکه په اجاره ورکړل شي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم وزیر ورته لارښوونه وکړه او هغه لارې چارې یې ورته په ګوته کړې چې په عملي کولو سره یې کولې شي خپلې چارې اسانه او ګړندۍ کړي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د فاریاب ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان سروې او توپوګرافي پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د سروې او توپوګرافۍ د ترسره کولو په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د سروې د عملي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت