په ننګرهار کې یو جامع جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ننګرهار ولایت په مرکز اړوند پنځمه ناحیه کې د یوه جامع جومات د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاره.
دا دوه پوړیز جومات پر ۱۵۲۵ متر مربع ځمکې د ۶۷ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړ شو.