لوګر ولایت کې څه باندې ۲۸۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ، لوګر ولایت اړوندو سېمو کې په ۲۶۷ قطعو کې ، ۲۸۰ زره او ۲۹۴ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۲۷۱ زره او ۱۵۱جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۹ زره او ۱۴۳ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ، ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه سروې او ثبت کړي دي.