غزنی ولایت کې  څه باندې ۲۳‍۱ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۹:۱۵
غزنی

ښارجوړولو او ځمکو وزارت  هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ، غزنی  ولایت اړوندو سېمو کې په ۱۰۲  قطعو کې ،  ۲۳۱  زره او ۹۰۶ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه،  ۲۳۰  زره او ۳۶۸ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې،  ۱ زره او ۵۳۸ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ،  ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه  سروې او ثبت کړي دي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۳۹
Background image

د نیله باغ استوګنیزې پروژې د چارو پرمختګ په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۰۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین د نیمه‌ دولتي ساختماني شرکت ایم سی سی ۱۹ له رئیس ښاغلي لی لونګ سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۳۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیرد مسکن معینیت له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۰۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیرالحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معین محترم مولوي گل زرین صابر او د یو شمېر رئیسانو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کابل ژوبڼ د پراختیا په موخه د لوړپوړو چارواکو ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۲

د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په مشرۍ، د کابل ښاروالۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت،. . .

BACK TO NEWS