په کندز کې څه باندې ۲۳۷  زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۲۲:۵
قندز

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د  کندز ولایت اړوند سیمو په ۳۲۵  قطعو کې ۲۳۷  زره او ۹۹۶  جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه،  ۲۲۵۶۵۴  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې  ۱۲۳۴۲  جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۵
Background image

د نوي کابل ښار د ام ـ اې (۲۰) سړک د جوړولو چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ام ـ اې (۲۰) سړک د جوړولو چارې د منظور شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۳۱
Background image

په ارزګان کې د ښاري سرغړونې د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۲

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د خپل کاري پلان له مخې، د ښار د درېیمې او څلورمې ناحیې په اړوندو ساحو کې د ساختماني فعالیتونو او ښاري پلانونو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

په ښرنه کې د احصایې او معلوماتو ریاست د عمومي دروازې د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۱

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د پروژو د تطبیق د څارنې او ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د احصایې او معلوماتو ریاست د عمومي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت