په سمنګان کې ۱۲۸ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښار جوړواو ځمکووزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د سمنګان ولایت اړوندو سيمو په ۳۸۳ قطعو کې ۱۲۸۰۲۲ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.
له دې شمېرې څخه ۱۲۳۷۰۷جریبه سپینه دولتي ځمکه ده او پاتې ۴۳۱۵ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوې دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د وروستیو درېوو کلونو په لړ کې نږدې ۶.۵ مېلیونه دولتي ځمکه او د دولت تر ولکې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.