په پروان کې څه باندې ۲۱۴ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۱۰:۱۱
پروان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د پروان ولایت اړوندو سېمو په ۲۷۶ قطعو کې ۲۱۴۶۶۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۹۷۶۴۷ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتي ۱۷۰۱۶ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت او سروې شوي دي .

  د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ میلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱قطعې کیږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیایي او اقتصادي پلانونو پلي کیدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په کابل ښار کې د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ساختماني او زیربنایي پروژو د څار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو له روانو فعالیتونو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې له روانو چارو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۱
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د لومړۍ ناحیې د سوداګریزمارکېټ له ودانیزو چارو څرانه وشوه

1447/10/10

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د سوداګریز مارکېټ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت