کاپيسا کې څه باندې ۶۳ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۲ - ۹:۳
کاپیسا

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د کاپيسا ولایت اړوندو سېمو په ۴۶۳ قطعو کې ۶۳۳۱۴ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي ډي

له دې شمېر څخه ۵۸۷۵۹ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۴۵۵۵ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوې دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، په هېواد کې ۶ مېلیونه ۶۲۸ زره او ۱۶۴ جریبه ځمکه او دولتي ملکیتونه چې په ۶۸۰۲ قطعي کېږي، سروې او ثبت کړی او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیایي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل میزاني ولسوالۍ اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۱/۲۸

د زابل ولایت د میزاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او یاده پروژه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د شینډنډ کانالونو د جوړولو چارې تر تخنیکي څارنې لاندې روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د معارف سړک شمالي کانال او د ښاروالۍ ریاست ودانۍ سویلي کانال د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه وشوه.

د څارنې پر مهال د کانال د اوسپنې تړلو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کابل–بګرام ستراتېژيک سړک د جوړولو چارې په څو برخو کې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم، د کابل–بګرام ستراتیژیک سړک د جوړولو او بنسټیزو چارو له روان بهیر څارنه وکړه،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت