په لغمان کې څه باندې ۱۸۵ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۹:۴۷
لغمان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې لغمان ولایت کې په ۳۴۹ قطعو کې ۱۸۵۲۴۴ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۶۹۷۴۳ جریبه ځمکه سپینه دولتي او پاتې ۱۵۵۰۱ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښارجوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ میلیونه او ۲۵۹ زره او ۸۱۸ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې سروې او ثبت کړي او ژمن دی چې د دې پروسې له لارې د حکومت اقتصادي او پراختیايي پلان جوړونې تطبیق ته زمینه مساعده کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په پنجشیر کې د زندان د ودانیزو بلاکونو د جوړولو له کارونو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۰۵

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د محبس د نویو تعمیرونو د جوړولو له روانو کارونو څخه څارنه او مراقبت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۳۱
Background image

په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۰۵

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین‌الدین حامد وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د مهاجرینو د ښارګوټي د ودانیزو چارو بهیر په منظم او چټک ډول تعقیبوي، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۲۹
Background image

په هرات کې د جامع مسجد له رغنیزو چارو او د خواجه غلتان باستاني ځای له وضعیت څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۰۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د جامع مسجد شریف د روانو رغنیزو چارو او د خواجه غلتان باستاني سیمې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت