د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست په مشرۍ د رهبرۍ غونډه وشوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۳:۴۵
ښار جوړولو او ځمکو وزارت

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمود کرزي په مشرۍ او د دې وزارت د مرستیالانو او رئیسانو په ګډون د رهبرۍ جلسه تر سره شوه.

په دې غونډه کې لومړی د دفتر سرپرست رئیس محترم محمد غوث غوثي د جمهوري ریاست عالي مقام د مصوبو او هدایاتو د پلي کولو څرنګوالي او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ژمنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ټولو اړوندو معینیتونو او ریاستونو ته لارښوونه وکړه چې د جمهوري ریاست عالي مقام مصوبو او هدایاتو په پلي کېدو کې چټک ګامونه پورته او د خپلو کړنو په اړه د وزارت مقام ته ډاډ ورکړي.

ورپسې مالي او اداري مرستیالې اغلې خاطرې سادات د کور جوړولو، قبالې اجرا او صدور، د ښاري پراختیا پلانونو پلي کېدو، د ځمکو او څړځایونو ثبت، د املاکي عوایدو په اړه راپور جوړولو، د ټولګټو پروژو استملاک او د ۱۳۹۹ مالي کال بودجې د مصرف اړوند د جلالتمآب ولسمشر د هدایاتو په اړه معلومات ورکړل.

محترم محمود کرزي یاد شوي موارد مهم وګڼل او ټولو معینیتونو او ریاستونو ته یې دنده وسپارله چې د یادو شویو مواردو په پلي کېدو کې اقدام وکړي. په همدې ترتیب مالي او اداري مرستیالې ته لارښوونه وشوه چې له نورو معینیتونو سره په همغږۍ د ۱۳۹۹ مالي کال بودجې په مصرف کې جدي توجه وکړي.

ورپسې د ښار جوړولو چارو مرستیال محترم روښان ولسمل په سمون کړنلاره کې د اصلاحاتو او د نوي تشکیل اړوند په ښاري پلانونو کې د تعدیلاتو، د نمرو وېش برخه کې ښاروالیو ته د ځینو صلاحیتونو سپارلو، د ښاري پراختیا پلانونو د حق‌الزمي معافیت، د ټوپوګرافي سروې کړنلارې او د جغرافیايي نقشو برابرولو کړنلارې او ښاري پلانونو په اړه معلومات ورکړل او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د رهبري له لوري ټول یاد شوي موارد یې د منلو وړ وګڼل.

ورته مهال، د کور جوړولو چارو مرستیال محترم عزیز احمد  ګلستاني او د ساختماني چارو مرستیالې اغلې سحر همدرد د لنډمهاله او اوږدمهاله پورونو له لارې د کورونو تمویل، د افغاني دستګاه ودانۍ د کرایې ورکولو او ملي پراختیا شرکت ته د ساختماني پروژو د لېږد په اړه معلومات ورکړل.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست کورجوړولو چارو معینیت ته لارښوونه وکړه چې له ارشاد، حج او اوقافو وزارت، علیې وزارت او سترې محکمې سره د کرایې په اړه په همغږۍ کار وکړي. په همدې ترتیب، ساختماني چارو معینیت ته لارښوونه وشوه چې د افغاني دستګاه ودانۍ د کرایې ورکولو او تخليې په اړه له جمهوري ریاست عالي مقام څخه یو وړاندیز واستول شي او تر څنګ یې د هدایت په اړه ترې غوښتنه وشي. سربېره پر دې ساختماني چارو معینیت ته لارښوونه وشوه چې ملي انکشاف شرکت او چارو ادارې ته د پروژو د لېږد څرنګوالي په اړه ځانګړي مکتوبونه واستول شي.

په پای کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمود کرزي تر کار لاندې پروژو د پلي کېدو، د ورځنیو چارو په چټکیا او د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایاتو او مصبو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اړوند د تهیه مسکن پروژې څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو لخوا د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اړوند د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د نیمروز ولایت د پوهنتون د اسفالت پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

4/7/1447

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د نیمروز ولایت د پوهنتون د اسفالت‌ کارۍ له پروژې څخه څارنه وکړه،.

یاده څارنه د نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۲۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د سړې خونې له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د ۶۰۰ مټریک ټنه سړی خوني پروژې د ودانیزې چارو څارنه ترسره شوه، چې د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یخي هوا د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت