هرات کې د دوه تعلیمي پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۰:۱۰
هرات

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د بوریاباف ۱۰ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۸۴ سلنه او د دې ولایت په مرکز شپږمه ناحیه کې د فتح ۲۴ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۷۵ سلنه بشپړې کړي دي.

د بوریاباف ۱۰ صنفي ښوونځی په ۷۸۵ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۱۴ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې او د فتح ۲۴ صنفي ښوونځی په ۹۸۵ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د صحي، تعلیمي او د دولت پراختیايي پروژو په تطبیق سره هېواد والو ته د خدماتو رسولو کچه لوړه کړې او په دې برخه کې یې خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

###

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د ارزوګان ولایت په خیروکاریز سیمه کې د اصلاحي پلان د تطبیق عملي چارې پیل شوې

۱۴۴۵/۱۲/۲۵

د ارزوکان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي، د ارزګان ولایت د محترم ښاروال عبدالرشید هدایت الله په شتون کې یې د خیرو کاریز د اصلاحي پلان. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د غور له والي سره وکتل

۱۴۴۵/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د غور له محترم والي ملا احمد شاه دین ‌دوست او په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۵/۱۲/۲۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست د لروغونو ښارونو د ساتنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم په دې ولایت کې د شیخ عجل بابا د. . .

BACK TO NEWS