هرات کې د دوه روغتيايي او پوهنیزو پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۸:۵۹
هرات

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د امام ابوحنیفې مدرسې رغنیزې چارې ۶۵ سلنه او د دې ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د صحي محصولاتو او درملو د ازمویلو لابراتوار ودانۍ رغنیزې چارې ۸۰ سلنه بشپړې کړي دي.

د امام ابوحنفې مدرسه په ۶۰۹ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۱۲ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې او د صحي محصولاتو او درملو د ازمویلو لابراتوار په ۱۲۵۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۱۱۷ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د عامې روغتیا وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د صحي، تعلیمي او د دولت پراختیايي پروژو په تطبیق سره هېواد والو ته د خدماتو رسولو کچه لوړه کړې او په دې برخه کې یې خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۲۳:۵۸
Background image

په ننګرهار کې راستانه شوو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د ویش په دوام تیره ورځ بیا ۲۸۲ نمرې وویشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/١٧

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۲:۴۱
Background image

د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره نوی رئیس وګمارل شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۷
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست کې  د اداري چارو د لا پیاوړتیا او د کارونو د لا منظم پرمخ بیولو او په ځانګړې توګه د مهاجرینو د ښار ګوټو د چارو د چټک پرمخ بیولو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوۍ کې د موټرو د تمځای جوړولو موضوع وڅېړل شوه

۱۶/۱۱/۱۴۴۷

 په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوي کې د موټرو د تمځای د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه د یوې کمېټې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت