بامیان ولایت کې ۱۴۱۶۸۲ جریبه څړځایونه ثبت شول
![بامیان](/sites/default/files/2020-10/01_0.jpg)
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې او ثبت پروژې د تطبیق له لارې په بامیان ولایت کې ۱۴۱۶۸۲ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړل.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې او ثبت له پیل نه را په دې خوا تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې څه د پاسه ۳ میلېونه جریبه څړځایونو سروې ثبت کړې دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې له تطبیق سره عامه او خاصه څړځایونو څخه ګټورې استفاده او همداراز اقتصادي او مالداري ځان بسیاینې ته زمینه برابره کړې.
###