د ننگرهار بهسودو ولسوالۍ د قاسم‌اباد ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۵:۱۹
کابل

ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ د قاسم‌اباد د ښوونکیو ښارګوټي تفصیلي پلان منظور کړ.

یاد وزارت دا تفصیلي پلان له پوهنې وزارت سره په همغږۍ جوړ کړی چې په‌کې استوګنیزې نمرې، صنعتي، سوداګریزې، خدماتي، زرغونې او ټولنیز سیمې او همداراز عامه او تعلیمي تاسیسات په‌کې په نظر کې نیول شوې دي.

د قاسم‌اباد د ښوونکیو ښارګوټی پر ۱۶۸۱ جریب ځمکه د لوړو معیارونو او نورمونو سره سم جوړېږي.

په تېرو درې میاشتو کې ۲۶ پراختیايي پلانونه (۹ تفصيلي پلانونه، ۱۰ ستراتیژیک پلانونه، ۲ منطقوي پلانونه او ۵ د بهسازۍ پلانونه) د هېواد ۱۶ ولایتونو لپاره د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه له لوري منظور شوي چې په تطبیق سره به یې څه باندې ۲۰ زره کورنیو ته د استوګنې زمینه برابره شي، ښارونه او ولسوالۍ به په منظمه توګه وده وکړي او غیر رسمي او غیر پلاني سیمې به په ښو استوګنیزو سیمو بدلې شي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د ارزګان ولایت د هوايي ډګر د پارکینګ، دروازې او سړک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت د هوايي ډګر د شنو ساحو، د موټرو تمځای، دروازې او سړک د ساختماني چارو د پرمختګ ارزولو په موخه له اړوندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۴
Background image

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د سړک جوړولو چارو ۴۲ سلنه پرمختګ کړی

۱۴۴۸/۵/۱۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجینري ټیم د برکي برک ولسوالۍ له بازار څخه تر شیخ خېل سیمې پورې د سړک جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد سړک د جوړولو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارزګان ولایت په زندان کې د نظامي بندیانو د بلاک د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت په زندان کې د نظامي بندیانو لپاره د جوړېدونکي بلاک د ساختماني چارو د پرمختګ او کیفیت د ارزونې په موخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت