ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له وزیر سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۱۲:۴۲
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له وزیر محترم لعل الدین اریوبي سره وکتل او د معلولینو او شهیدانو کورنیو ته د ښارګوټو پر جوړونې او استوګنیزو نمرو پر وېش خبرې وکړې.

په سر کې، محترم لعل الدین اریوبي، معلولینو او د شهیدانو کورنیو لپاره د استوګنې د زمینې برابرولو په برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له هر اړخیزې همکارۍ مننه وکړه او په ځانګړې توګه معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش او د معلولینو لپاره د اسایشګاه د جوړونې په تړاو خپل وړاندیزونه مطرح او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له مشرتابه د دغو پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.

ورپسې، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت یې د حکومت یو له مهمو وزارتونو څخه یاد کړ او د شته ستونزو حل په پار پر ګډ کار ټینګار وکړ.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ښاري چارو معینیت ته لارښوونه وکړه ترڅو په شته ښارګوټو کې سړک کشۍ او د استوګنیزو نمرو خط اندازي دې ژر تر ژر ترسره او مستحقو کسانو لپاره د نمرو وېش ته زمینه برابره کړي.

همدارنګه، ساختماني چارو معینیت ته لارښوونه وشوه چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره په ګډه د اسایشګاه ودانۍ برآورد ترسره او د یادې ودانۍ ډیزاین ترتیب او دې وزارت ته دې وسپاري.

په پای کې، محترم محمود کرزی د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه ته د یادو پروژو د تطبیق په اړه ډاډ ورکړ.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت