فراه ولایت کې ۷۲ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
![فراه](/sites/default/files/2020-08/n00163785-b.jpg)
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په فراه ولایت کې 72 جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.
دا ثبت شوې ځمکه ټوله د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.
###