فاریاب کې د دوه تعلیمي پروژو رغنیزې چارې پایته ورسېدې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۸:۲۳
فاریاب

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د عبدالرحمن شهید اته صنفي ښوونځي او همداراز د دې ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د چهار توت ۱۰ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارل.

د عبدالرحمن شهید ښوونځی په ۵۴۲ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۵ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو او همداراز د چهار توت ښوونځی په ۵۸۲ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۶ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې جوړ شوی دی.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تعلیمي او پراختیايي پروژو په تطبیق سره هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د اساسي خدماتو کچه لوړه کړې او خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۷
Background image

د الشفا روغتون د موټرو د تمځای ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې په اساس، د بنسټیزو پروژو د نظارت ریاست تخنیکي ټیم د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق د ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۵۷
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د نقشې خلاف ودانیزې چارې ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې له مخې، د ښار د ودانیزو چارو د څارنې تخنیکي ټیم د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمو ته ورغلی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۵۱
Background image

په تورغنډۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د تورغنډۍ ګمرک د مسجد شریف د ودانیزې پروژې له بهیر څارنه وکړه او د کار د کیفیت ارزونه یې کړې ده.

د ساحوي لیدنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت