خوست کې ۱۹۸۹۹ جریبه څړځایونه سروې او ثبت شول
![خوست](/sites/default/files/2020-08/whatsapp_image_2020-07-20_at_9.08.11_am.jpeg)
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې د تطبیق په لړ کې په خوست ولایت کې 19899 جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړل.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې او ثبت له پیل نه را پدیخوا، تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې نږدې ۳ میلیونه جریبه څړځایونو سروې ثبت کړې ده.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې له تطبیق سره عامه او خاصه څړځایونو څخه ګټورې استفاده او همداراز اقتصادي او مالداري ځان بسیاینې ته زمینه برابره کړې.
###