د پکتیا ولایت مقام اداري کمپلکس رغنیزې چارې ۲۹ سلنه بشپړ شوي 

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۷:۵۳
پکتیا

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په ګردیز ښار کې د پکتیا ولایت مقام اداري کمپلکس رغنیزې چارې ۲۹ سلنه بشپړې کړي او د روان کال تر پایه پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا اداري کمپلکس په ۵۵۸ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو چې ۶ دفترونه، یو کنفرانس خونه، خوړنځی، ګدام، پخلنځي او عصري تشنابونه لري د ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې په معیاري ډول جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بنسټیزو پروژو په تطبیق او د ټولګټو پروژو په عملي کولو سره؛ د هېواد په کچه سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې کړې او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو؛ خلکو ته اساسي خدمات وړاندې کوي.

###

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۴۶
Background image

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې له شنو ساحو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۲۹
Background image

د قطر استوګنیز ښارګوټي له پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست رئیس او تخنیکي ټیم د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د قطر استوګنیز. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۶
Background image

په لښکرګاه ښار کې د یوه پټرول پمپ له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۵

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو مخنیوي تخنیکي ټیم د ورځنیو څارنو په لړ کې، د لښکرګاه ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوه پټرول پمپ له ودانیزو چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت