کاپیسا کې د یوې تعلیمي پروژې چارې بشپړې او د یوې بلې تعلیمي چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۹ - ۷:۴۴
کاپیسا

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په میرپفدم کلي کې د یو ۱۰ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې بشپړې کړې او همدارا د دې ولایت په مرکز محمود راقي کې د عبدالوهاب شپږ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۵۰ سلنه پرمخ وړي دي.

د میرپفدم کلي ۱۰ صنفي ښوونځی په ۵۱۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۴ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت جوړ شوی او د عبدالوهاب صافي شپږ صنفي ښوونځی په ۴۵۰ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۸ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې د جوړېدو په حال کې دی.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولت تعلیمي او پراختیايي پروژو په تطبیق سره په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د اساسي خدمات کچه لوړه کړې او خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۶:۱۸
Background image

د کابل ــــــ بګرام سړک ډیزاین شوې چارې د لا پرمختګ په موخه څېړل کېږي

۱۴۴۷/۳/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار په اډانه کې د کابل ــــ بګرام جوړېدونکي سړک د ډیزاین شوو چارو جاج واخیست.

په دغه برخه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۵۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت اداري غونډه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو او فعالیتونو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۰۳/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۵۱
Background image

په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي د ۴۷۵ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۳/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ایس ریاست په مشرۍ د تخنیکي ټیم له لوري د ننګرهار ولایت د خوګیاني ولسوالۍ د ارغچ کلي په ساحه کې د مهاجرینو د ښارګوټي د ۴۷۵ جریبه ځمکې. . .

BACK TO NEWS