د عامه او خصوصي مشارکت ریاست د انتقال په اړه هوکړه لیک د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د پانګونې د اسانتیا واحد ترمنځ لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۶ - ۱۱:۱۲
کابل

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د ښار جوړولو او ځمکو په وزارت کې ترسره شوه، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د پانګونې د اسانتیا واحد له رئیس ښاغلی عطاء الله نصیب او د دې ادارې له مرستیال ښاغلی فهد داود مومند سره وکتل او د عامه او خصوصي ریاست د انتقال په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دا هوکړه لیک، د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ د کچې د پیاوړتیا، د عامه او خصوصي چارو د ښه تنظیم او د پانګونې د جذب لپاره د اړینو فرصتونو برابرولو په موخه لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک پر اساس، ښار جوړولو او ځمکو وزارت به د عامه او خصوصي مشارکت ریاست د واک او دندو د سپارلو، د پروژو په تطبیق کې د ګډ کار، د ځمکې د سروې او تصفیې او همدارنګه د انکشافي پلانونو د ډیزاین او طرحو د جوړولو په برخه کې له یادې ادارې سره همکاري کوي.

همدارنګه، د پانګونې د اسانتیا واحد به د دې هوکړه لیک پر اساس د عامه او خصوصي ریاست د چارو د ښه تنظیم، خصوصي سکټور سره د همغږۍ د کچې د پیاوړتیا او د پانګونې د جذب په برخه کې خپل کاري مسوولیتونه پر مخ وړي.

دا هوکړه لیک د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱/۲/۱۳۹۹ کال د (۱۸۰) شمېرې حکم پر اساس ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لوري د عامه او خصوصي مشارکت ریاست انتقال د پانګونې د اسانتیا واحد په موخه ترتیب شوی دی.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په زابل کې مهاجرینو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش لړۍ روانه ده

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او نورمال ډول روان دی، څو مستحقو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۲۹
Background image

په خوست کې راستنېدونکو مهاجرینولپاره د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د خوست ولایت مرکز اړوند د صحرا باغ سیمه کې، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو نمرو د تثبیت او منظم وېش په موخه د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې.

دغه ښارګوټی په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۸
Background image

په ارزګان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، مسلکي تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره کړې.

د یاد پلان د خط اچونه ډېری چارې بشپړې شوې او پاتې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت