تخار کي د دوه رغنیزو پروژو چارې ۶۰ سلنې واوښتې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۶ - ۸:۲
تخار

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ساینس مرکز رغنیزې چارې ۶۰ سلنه بشپړې کړي او د روان کال تر پایه پورې به ګټې اخیستنې ته وسپاري.

دا ودانۍ په ۷۰۴ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۲۷ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

همداراز دا وزارت په تالقان ښار کې د تخار ولایت د حقوقو پوهنځي ودانۍ رغنیزې چارې ۷۷ سلنه بشپړې کړي او په نیږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا ودانۍ په ۱۱۷۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۷۵ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت د پروژو په تطبیق سره، د هېواد په کچه زده کوونکو او محصلینو ته د زده کړې مناسبه فضا برابروي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت