خوست کې ۶۶۳۵۵ جریبه څړځایونه سروې او ثبت شول

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې د تطبیق په لړ کې د خوست ولایت تڼۍ ولسوالۍ کې ۶۶۳۵۵ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړل.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې او ثبت له پیل نه را پدیخوا، تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۲۰۲۰۰۲۰ جریبه څړځایونو سروې ثبت کړې ده.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې له تطبیق سره عامه او خاصه څړځایونو څخه ګټورې استفاده او همداراز اقتصادي او مالداري ځان بسیاینې ته زمینه برابره کړې.
###