غزني کې ۱۸۱۵۶۲ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۸:۳۷
غزنی

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې لارې په غزني ولایت کې ۱۸۱۵۶۲ جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۱۸۰۰۲۴ جریبه سپینه دولتي او پاتې ۱۵۳۸ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې موقعیت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۵:۲
Background image

د زابل ولایت په نوبهار ولسوالی کې د استنادي دیوال د پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۶

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د نوبهار ولسوالی د قادرخیلو ګبیون استنادي دیوال پروژې د ساحوي کارونو څارنه ترسره شوه. د څارنې پر مهال د پروژې چارې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۱۷
Background image

په اصلاحات اداري ښارګوټي کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه د اصلاحات اداري ښارګوټي څخه څارنه وشوه، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په ښارګوټي کې د کوچنیانو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۵۵
Background image

کونړ کې  ۲۰۰ بستریز روغتون د کانالیزاسیون سیستم څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۶

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د نوي جوړیدونکي ۲۰۰ بستریز روغتون د کانالیزاسیون سیستم د اوبو د کړکتیا ازموینه تر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت