د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ ستراتیژیک پلان منظور شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۹:۲۸
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د کاپیسا والي او په ملي شورا کې د خلکو له استازو او همدارنګه د وزارت ښاري چارو او ځمکوالۍ چارو مرستیالانو، د کاپیسا ښاروال او د اړوندو ادارو له بېلابېلو مسوولینو سره په ګډه د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ ستراتیژیک پلان منظور کړ.

په هغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت د ښار جوړولو او ځمکو په وزارت کې ترسره شوه، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ ستراتیژيک پلان منظوري یې د یادې ولسوالۍ د منظم انکشاف او ټولګټو پروژو تطبیق لپاره اړین وباله او د دې پلان د ښه تطبیق لپاره اړونده مسوولینو ته لارښوونې وکړې.

د کاپیسا والي او په ملي شورا کې د خلکو استازو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له دې اقدام څخه په مننې زیاته کړه چې د دې پلان په منظورۍ سره سربېره پر دې چې د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره لاره هواره شي د خلکو پر ټولنیز او اقتصادي ژوند کې به پام وړ بدلون رامنځته شي.

په تېر یو میاشت کې ۱۶ پراختیايي پلانونو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه له لوري منظور شوي چې په دې کې ۵ تفصیلي پلانونه، ۴ استراتژیک پلانونه، ۲ منطقوي پلانونه او ۵ د بهسازۍ پلانونه شامل دي چې د دې پلانونو په تطبیق سره به نږدې ۱۵ زره کسانو ته د استوګنې زمینه برابره او د مختلفو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د منظم انکشاف سربېره په غیر رسمي سیمو کې د بهسازۍ پروژې تطبیق او د دې سیمو خلکو ته ښاري خدمات وړاندې شي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت