ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه په تېره یوه میاشت کې ۱۶ انکشافي پلانونو منظور کړي دي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۱۰:۱۸
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه د دولتي ځمکو د تنظیم او مدیریت او ښاري پراختیا په برخه کې د کړنو په دوام، په تېره یوه میاشت کې ۱۶ انکشافي پلانونه (پنځه تفصیلي پلانونه، څلور استراتيژیک پلانونه، دوه منطقوي پلانونه او پنځه د بهسازۍ پلانونه) منظور کړي دي.

په تفصیلي پلانونو کې د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د غالۍ اوبدونکو ښارګوټي تفصیلي پلان، د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالۍ او بحر آباد د ښوونکو د ښارګوټو تفصیلي پلانونه، د لوګر ولایت د پل علم ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلان او په فراه ولایت کې د زرو کورنیو د استطاعت وړ ښارګوټي تفصیلي پلان شامل دي. د دې پلانونو په تطبیق او د یاد ښارګوټو په جوړېدو سره به په یادو ولایتونو کې نږدې ۱۵ زره کورنیو ته په مستقیمه توګه د استوګنې زمینه برابره شي.

همداراز، په تېره یوه میاشت کې، څلور استراتیژیک پلانونه چې یو یې د جوزجان مرکز شبرغان ښار او درې نور يې د بامیان ولایت د ورس، سیغان او یکه ولنګ ولسوالیو لپاره ترتیب شوي منظور شول. سربېره پردې، د ارزګان او نیمروز ولایتونو منطقوي پلانونه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه له لوري منظور شول.

یاد استراتیژیک او منطقوي پلانونه د اوږد مهاله لید لوري په ټوګه، د یاد ولایتونو د منظم انکشاف، ټولګټو او انکشافي پروژو د تطبیق او د حکومت پراختیایي او اقتصادي پالیسیو او پلانګذاریو د تطبیق لپاره د دولتي ځمکو څخه د سمې او معقولې استفادې لپاره لاره هواروي.

په همدې ترتیب، په تېره یوه میاشت کې، د فاریاب، سرپل، سمنګان او پروان ولایتونو لپاره پنځه د بهسازۍ پلانونه منظور شول. ښارجوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي سیمو د ثبت سربېره، د ښاري سکټور اداراتو سره په همغږۍ د بهسازۍ د پلانونو د ترتیب او منظورۍ او همدارنګه د احیای مجدد پروژو د تطبیق له لارې هڅه کوي ترڅو غیر رسمي سیمې په ښو استوګنیزو سیمو بدل کړي ترڅو هېوادوالو ته ښاري خدمتونو وړاندې او د رسمي او غیر رسيمي سیمو ترمنځ توپیر له منځه لاړ شي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د افغانستان اسلامی جمهوري دولت د پالیسیو سره سم د دولتي ځمکو د تنظیم او مدیریت او ښاری پراختیا له لاري، د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره د دولتي ځمکو څخه د سمې او معقوله استفادې چې پایله یې د خلکو هوساینه او اقتصادي وده ده، زمینه برابروي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۳
Background image

د کابل ـ بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۳/۲۴

د کابل ـ بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ او منظم ډول روانې دي او د پروژې ټولې چارې د ملي او نړیوالو تخنیکي معیارونو او نورمونو له مخې ترسره کېږي.

د یادې پروژې چارې د نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د فراه په محمد اباد ښارګوټي کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د شیبکوه ولسوالۍ په محمد اباد ښارګوټي کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې له ساختماني چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د پروژې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل د پخوانیو ښارونو د تاریخي او لرغونو سیمو د پېژندنې او سروې بهیر له میربچه کوټ ولسوالۍ پیل شو

۱۴۴۸/۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست له لوري د کابل ولایت د ولسوالیو د تاریخي او لرغونو سیمو د پېژندنې، تخنیکي او ټولنیزې سروې او جغرافیایي موقعیت د تثبیت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت