کندز ولایت کې له ۸۰۰ جریبه ډېره دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۷:۵۲
کندز

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په ورستۍ یوه مېاشت کې په کندز ولایت کې ۸۴۵ جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت او سروې کړي دي.

د دې پروسې له پرمختګ سره؛ د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د ثبت شمېر ۲۳۲۴۵۲ جریب ځمکو ته ورسېد.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۳۱
Background image

په ارزګان کې د ښاري سرغړونې د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۲

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د خپل کاري پلان له مخې، د ښار د درېیمې او څلورمې ناحیې په اړوندو ساحو کې د ساختماني فعالیتونو او ښاري پلانونو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

په ښرنه کې د احصایې او معلوماتو ریاست د عمومي دروازې د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۱

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د پروژو د تطبیق د څارنې او ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د احصایې او معلوماتو ریاست د عمومي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د نوي کابل ښار د ام ـ اې ۰۵  سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ام ـ اې ۰۵ سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت