د سرپل ولایتي شورا اداري ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۲ - ۷:۴۶
سرپل

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د سرپل ولایتي شورا اداري ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.

دا دوه پوړیزه اداري ودانۍ په ۷۱۰ متر مربع ځمکه کې چې ۸ اداري دفترونه، ۱ کنفرانس خونه، ۱ د ډوډۍ خوړلو سالون، ۱ پخلنځی، ۱ د معلوماتو خونه او ۹ معیاري تشنابونه لري د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه جوړه شوې ده.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د ټولګټو پروژو په عملي کولو د هېواد په کچه سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې کړې او همداراز خلکو ته د اساسي خدماتو وړاندې کولو کچه لوړوي.

###

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۳:۳۳
Background image

په کندهار ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۶/۸/۷

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو د ښار ګوټي له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۵۳
Background image

میدان وردګ ولایت کې خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو او ښاري پراختیا خبرې وشوې

۱۴۴۶/۰۸/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر او په مرکز د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۲:۴۲
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند زرګونه جریبه ځمکې لپاره پلانونه جوړېږي

۱۴۴۶/۰۸/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د صنعت او سوداګرۍ وزارت محترم مرستیال مولوي احمدالله زاهد او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د ټول. . .

BACK TO NEWS