د دایکندي د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د دایکندي ولایت د اطلاعت و فرهنګ ریاست اداري ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.
دا ودانۍ چې د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې موقعیت لري، په ۳۶۵ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۲۴ میلیونه او ۸۷۹ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې څخه جوړه شوې ده.
د دې پروژې په تطبیق سره د دایکندي د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست کار کوونکو ته مناسبه کاري زمینه برابره شوې او ترڅنګ به یې خلکو ته د غوره خدمتونو کچه هم لوړه شي.
###