سمنګان ولايت کې له ۹۰ زره څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۷ - ۹:۵۰
سمنګان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له پيل راهيسې تر اوسه په سمنګان ولايت کې ۹۸۰۷۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۲۳۵ قطعو کې ۹۳۷۵۷ جريبه سپينه دولتي ځمکه ده او په ۱۴۰ قطعو کې ۴۳۱۵ جريبه دولتي املاک دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې ۵ ميليونه ۲۳۷ زره او ۹۴۶ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۲۶
Background image

راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر له ۶۵ زرو واوښت

۱۴۴۸/۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو د نمرو د وېش لړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۱۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د سمنګان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان منظور او لاسلیک کړ

۱۴۴۸/۲/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د سمنګان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان منظور او لاسلیک شو.

یاد اصلاحي پلان د ۱۷۰۰ جریب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۹:۵۹
Background image

په زابل ولایت کې د ولایتي روغتون د نوې ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۰

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق او نظارت تخنیکي ټیم د زابل ولایتي روغتون د نوې ودانۍ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت