د کابل حلقوي سرک او د کابل – لوګر دویم سرک جوړونې پروژو په تړاو د همغږۍ غونډه جوړه شوه
د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار په مشرۍ د کابل حلقوي سرک او د کابل – لوګر دویم سرک جوړونې پروژو د مالکیت حق تثبیت او بیې ایښودنې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کابل والي محترم محمد یعقوب حیدري، د ټرانسپورټ وزارت تخنیکي معین محترم حامد علمي، محترم صدرالدین تاجک د کابل ښاروالي معین او یو شمېر نورو چارواکیو ګډون درلود.
په لومړي سر کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر یاده کړه چې یادې پروژې د جلالتمآب جمهور رئیس له لومړیتوبونو څخه دي او اوس یې چارې په چټکۍ روانې دي.
وروسته د کابل والي، د ټرانسپورټ وزارت معین، په سیمه کې د مالکیت حق تثبیت کاري ډلو او د پروژو مسوولانو د خپلو کارکړنو ررپور وړاندې کړ.
د غونډې په لړ کې محترم محمد جواد پیکار د کابل – لوګر دویم سرک په اړه وویل، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دې پروژې د لومړي فاز د مالکیت تثبیت او بیې ایښودنې چارې بشپړې کړي او له ښاروالۍ یې وغوښتل چې په دې فاز کې له ۷ کیلومترو څخه د پاتې ۳٫۵ کیلومتر استملاک چارې هم په لنډ وخت کې پای ته ورسوي.
د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه چې په دویم فاز کې چې ټولټال ۱۰٫۴ کیلومټره اوږدوالی لري، د ارزښت موندنې او بیې ایښودنې په پروسه کې د معیارونو په نظر کې نیولو سره دې له پوره دقت څخه کار واخلي.
نوموړي دغه راز د چارو ژر تر سره کېدو په پار اړوندو برخو ته دنده وسپارله چې د بیې ایښودنې ژر تر سره کېدو لپاره دې د یوې بلې کاري ډلې د ګومارلو تر څنګ، خپل پلان هم چمتو کړي.
محترم محمد جواد پیکار په ورته وخت کې د کابل حلقوي سرک په اړه زیاته کړه، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ۲۲ کیلومټره په اوږدو د لومړي فاز د مالکیت حق تثبیت، ارزښت موندنې او بیې ايښودنې چارې بشپړې کړي او اوس اړتیا ده چې دا پروژه داوطلبۍ ته وسپارل شي.
دغه راز د غونډې د ګډونوالو هوکړې سره سم پرېکړه وشوه چې د استملاک قانون د احکامو په رڼا کې د پاتې فازونو د مالکیت حق تثبیت او استملاک چارې دې د کابل ښاروالي لهخوا تر سره شي او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت چمتو دی چې په هر پړاو کې ورسره مرسته وکړي.
د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همدا راز لارښوونه وکړه چې په پاتې دریو فازونو کې د چارو ښه سمبالتیا او کره ډیزاین په پار اړتیا ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د استازو په ګډون د همغږۍ کمېسیون رامنځته شي.
