په کابل کې د حبیب افغان منځني ښوونځي د جوړولو چارې پای ته ورسېدې
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د کابل ښار په ۱۵ ناحیه کې د حبیب افغان منځني ښونځي د رغنیزو چارو له بشپړولو سره په دې سیمه کې د معیاري ښونځي د نشتون ستونزه حل کړه.
دا یو پوړیزه ۹ صنفي ښوونځی په ۸۹۲ متر مربع ځمکه کې د ۲۸ میلیونه و ۴۰۱ زره افغانیو په ارزښت د افغاني کور جوړولو ادارې د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د تولید فابریکې له لارې رغول شوی دی.