یو ترکي ساختماني شرکت په کابل جدید ښار ګوټي کې پانګونه کوي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۶:۲۱
انځور

1444/0512

د یو ترکي ساختماني شرکت مسؤلینو د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني سره د لیدو په مهال د کابل ښار د 19 مې ناحیې اړوند په پیروزي ښارګوټي کې د پانگونې په اړه خپل چمتوالی وښود.

یاد ساختماني شرکت په ترکیې هېواد کې د کور او ودانیو برخه کې کار کړی چې اوس غواړي د خپلو تجربو څخه په ګټې اخستنې افغانستان کې د کور او ودانیو د پراختیا په برخه کې کار وکړي.

د یاد شرکت مسؤلینو د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر سره په لیدنه کې یادونه وکړه چې د سیمې د مشخص کیدو وروسته به دوی خپل عملي کارونه پیل کړي.

د دغې لیدنې په مهال د نوموړي شرکت مسؤلینو وویل: لومړی د  دارالایتام کمپلکس چارې پیلوي چې مسجد شریف، د مسلکي زده کړو ځانګړی ځای، تدریسي تعمیر، لیلیه، روغتیایي کلینیک، د لوبو پارک او د ماشومانو لپاره نورې اسانتیاوې به په کې موحودې وي.

د کابل جدید ښارګوټي ریس محترم اقبال میرزاده د دې ښارګوټي په اړه د ترکي شرکتونو مسؤلینو ته بشپړ معلومات ورکړل، چې د دې ښارګوټي د لومړي فاز ټول کارونه بشپړ شوي او د هر ډول پانگونې لپاره چمتو دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر وویل: یاد وزارت دوی ته د پانگونې زمینه برابروي او د نورو وزارتونو سره به د ترکي شرکتونو په اړه هم خبرې وکړي، تر څو یې اړوندې چارې په چټکۍ پرمختګ وکړي او د پانګونې زمینه ورته برابره کړي.نوموړي وویل: لومړی به په یوه هوکړه لیک کار وکړي چې د دواړو اړخونو مسؤلیتونه به پکې روښانه شي چې تر لاسلیک وروسته به هر لوری خپل مسؤلیت سرته ورسوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت